د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تازه څرګندونو کې ویلي، باور لري چې د کیوبا حکومت به هم ډېر ژر سقوط وکړي.
د راپورونو پر اساس، ټرمپ د کولمبیا ولسمشر ګوستاوو پیټرو ته ګواښ کړی او ویلي، داسې ښکاري چې کیوبا د سقوط په درشل کې ده، ځکه د دغه هېواد ټول عواید د وینزویلا له نفو تامېنېدل.
هغه ویلي: «کیوبا کې د حکومت نړېدو امکان ډېر دی، نه پوهېږم چې څنګه غواړي مخه یې ونیسي. خو نن سبا د کیوبا عواید صفر شوي، د دغه هېواد د عوایدو یوازینۍ سرچینه وینزویلا او د وینزویلا نفت وو.»
د الجزیرې شبکې د راپور پر بنسټ، د امریکا ولسمشر د ډونالډ ټرمپ د وینزویلا د ولسمشر نیکولاس مادورو له نیولو وروسته، لاتیني امریکا کې د پوځي مداخلې زیاتولو په اړه غور کوي.