Asset 1SWN

سلام وطندار

چین: امریکا دې سمدستي مادورو او د هغه مېرمن خوشې کړي

2193291926

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي، امریکا باید د ونزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو او د هغه مېرمن سمدستي خوشې کړي او د هغوی نیول یې له نړیوالو قوانینو څخه ښکاره سرغړونه بللې ده.

د چین د بهرنیو چارو وزارت په یوه رسمي بیان کې ویلي: «چین د امریکا له‌خوا د ولسمشر نیکولاس مادورو او د هغه د مېرمنې په زور نیول او له هېواده بهر انتقالول، په جدي توګه د اندېښنې وړ بولي.»

بیان زیاتوي چې د امریکا دغه اقدام د نړیوالو قوانینو، د نړیوالو اړیکو له بنسټیزو اصولو او د ملګروملتونو د منشور له موخو او اصولو سره په ټکر کې دی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


چین له امریکا غوښتي چې د مادورو او د هغه د مېرمنې د شخصي خوندیتوب ډاډ ورکړي او هغوی بې‌له ځنډه خوشې کړي.

د چین حکومت همدارنګه پر واشنګټن غږ کړی چې د ونزویلا د حکومت د نسکورولو هڅې ودروي او شته ستونزې د خبرو او ډیپلوماټیکو لارو حل کړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د امریکا د وروستیو اقداماتو په تړاو د نړیوالو غبرګونونو لړۍ روانه ده او د سیمې سیاسي وضعیت لا ترینګلی شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام