د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن «سهشنبه، مرغومې نهمه، د کابل ولایت مقام مخې ته د موټرو د تګراتګ لپاره د هوايي پُل د جوړېدو چارو پرانیسته وکړه.
ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د نفوس زیاتوالي، د اقتصادي فعالیتونو حجم او د کابل ښار اوسني وضعیت ته په کتو ښاري پراختیا، ترانسپورټي زېربنا او ښاري نظم اساسي اړتیا وبلله او ویې ویل، کابل ښار باید په معاصره توګه د یو منظم ښاري پلان له مخې پراختیا ومومي.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت د برادر له قوله پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «له نېکه مرغه کابل ښاروالۍ د همدې اړتیا په درک کولو سره په بې سارې توګه د کابل ښار د ترانسپورټي او ښاري نظم په برخه کې د پام وړ کارونه ترسره کړي چې د ستاینې او قدر وړ دي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال همداراز له کابل ښاریانو وغوښتل څو د ښار په پاکوالي او نظم کې خپل مسوولیت ادا او د زېربنايي پروژو په برخه کې پوره همکاري وکړي.
دغه هوايي پُل ۲۳۵ متره اوږدوالی، ۱۸ متره سور او ۶.۸ متره لوړوالی لري چې ۴۶۲ میلیون افغانۍ لګښت پرې راځي او چارې به یې په ۱۵ میاشتو کې بشپړې شي.