Asset 1SWN

سلام وطندار

د حماس د غړیو مړینه؛ مجاهد: شهادت د مسلمانانو وروستی ارمان دی

ذبیح‌الله مجاهد 2223

د اسلامي امارت ویاند، ذبېح‌الله مجاهد د حماس د پوځي څانګې د ویاند حذیفه الکحلوت (ابو عبیده) او د دې غورځنګ د یوشمېر نورو قومندانانو پر مړینې خواشیني څرګنده کړې ده.

نوموړي بېګاه شپه ناوخته پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د حماس د مړو شویو غړو د کورنیو او خپلوانو سره خواخوږي کوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه ویلي: «د خدای په لاره کې شهادت د مسلمانانو وروستۍ او ستره هیله ده؛ موږ دا کسان د اسلام د لارې د نورو شهیدان شویو په څېر بریالي او خپلې سترې موخې ته رسېدلي بولو.»

بل لور ته، حماس پرون د یوې خبرپاڼې له لارې تایید کړه چې د دې غورځنګ د پوځي څانګې ویاند او یوشمېر نور قومندانان یې د روان کال د مې او اګست په میاشتو کې په غزه کې د اسرائیلو په بریدونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام