Asset 1SWN

سلام وطندار

بدخشان کې ترافیکي پېښه؛ اووه کسان مړه او دوه ټپیان شوي

1000301685

په بدخشان کې د یوې ترافیکي پېښې له امله اووه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي دي.

د بدخشان د امنیه قومنداني ویاند احسان‌الله کامگار نن سه‌شنبه د مرغومي ۹مه، د پېښې پخلی وکړ او ویې ویل چې دا پېښه تېره شپه ناوخته، د مایمي ولسوالي د «ورفک» په سیمه کې رامنځته شوې.

د هغه په وینا، یو «فولډر» ډوله موټر د نامعلوم علت له امله له سړکه وتلی او چپه شوی دی. د پېښې په پایله کې د موټر اووه سپرلۍ په هماغه ځای کې مړه شوي او دوه نور په شدیده توګه ټپیان شوي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


کامگار زیاته کړه چې ټپیان نږدې روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي او د هغوی روغتیايي وضعیت تر څار لاندې دی. نوموړي همداراز وویل چې د پېښې کره لامل تراوسه نه‌دی معلوم او څېړنې روانې دي.

د یادونې وړ ده چې د بدخشان په لرې پرتو ولسوالیو کې د سړکونو خراب وضعیت، د شپې تیاره او د موټرچلوونکو بې‌احتیاطي وخت ناوخت د ترافیکي پېښو لامل ګرځي چې له امله یې د خلکو مالي او ځاني زیانونه رامنځته کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام