Asset 1SWN

سلام وطندار

د تورخم لارې تړل‌کېدل؛ سوداګر: پر سبزیو او مېوو یې اغېز نه‌دی کړی

90b54560-a6e3-4b8e-8a7a-b553e56a6adc

تورخم لویه لاره چې پخوا به پرې هره ورځ د سلګونه بار وړونکو موټرو تګ‌راتګ کېده، له تېرو نږدې درېوو میاشتو راهیسې د پاکستان له لوري تړل شوې؛ خو د دغې لارې له تړل‌کېدو سره سره،  بیا هم په ننګرهار کې پر تازه سبزیجاتو یې کوم منفي اغېز نه‌دی کړی.

ننګرهار کې د تازه مېوو او سبزیجاتو د اتحادیې مسوولان وايي، د تورخم له لارې له تړل‌کېدو وروسته ننګرهار د مېوو او سبزیجاتو له اړخه تر ډېره بریده پر ځان بسیا شوی او وارداتي سبزیجاتو ته اړتیا نه‌لیدل کېږي.

دوی  زیاتوي، که د تورخم لار دایمي هم وتړل شي، د سبزیجاتو په برخه کې به هېڅ ډول ستونزه رامنځته نه‌شي.

د ننګرهار تازه مېوو او سبزیجاتو د اتحادیې مرستیال ستانه‌ګل شیرزاد وایي: «د تېرکال په پرتله په جلال‌اباد کې سبزي ډېره شوې، مونږ مخکې په پاکستان تکیه کوله، خو اوس چې لاره بنده ده، نو په ننګرهار کې چې کوم سبزیجات شوي و هغه مو نورو ولایتونو ته انتقال کړل او له دولت نه مو غوښتنه دا ده چې د سبزیحاتو د انتقال لپاره له نورو هیوادو سره زمینه برابره کړه چې دا سبزیجات نورو ولایتونو ته انتقال کړو.»

په ورته مهال یوشمېر سوداګر وایي چې په ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله سږکال د سبزیجاتو په   محصولاتو کې زیاتوالی راغلی او د پاکستان پر ځای اوس د هېواد نورو ولایتونو ته لېږدول کېږي؛ خو سوداګر بیا په دغه ولایت کې د سبزیو ساتنې په موخه د سړوخونو د جوړېدو او زیاتوالي غوښتنه کوي.

ننګرهار کې د سبزیجاتو سوداګر جمرود وايي: «د تېرکال په پرتله سږکال په حلال اباد کې سبزي ډیره زیاته شوې ده  او سږکال زمونږ پیاز خراب شول چې بیرته مو له تورخم څخه راوګرځول له دولت نه مو غوښتنه دا ده چې اوس مونږ ته سړې خونې جوړې کړي تر څو مونږ د پاکستان د احتیاجۍ څخه خلاص شو.»

بل سوداګر محمدموسی وایي «دا دوه اتیا ورځې وشوې چې لاره تړل شوې خو په دې وخت کې په سبزیو او میوه باندې هیڅ ډول تاثیر ندی غورځیدلی که دا نوره هم بنده شي کوم مشکل نلري مونږ په دې برخه کې خودکفا یو زمونږ په ننګرهار کې دومره الوګان شوي دي چې همدا اوس مونږ د افغانستان ټولو ولایتونو ته انتقال لرو.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


په همدې حال کې د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مطبوعاتو مسوول اجمل سبحاني  وايي چې په دغه ولایت کې یې د خصوصي سکتور په همکارۍ یوشمېر سړې خونې جوړې کړي چې  زرګونه ټنه سبزیجات او تازه میوې په‌کې ساتل کیږي.

نوموړی وایي چې د اسلامي امارت د مشر په حکم به په نږدې راتلونکي کې په زر جریبه ځمکه د سړو خونو د جوړولو چارې هم پیل شي.

هغه وايي: «د تورخم د لارې له بندیدو وروسته په ننګرهار کېد سبزیجاتو په برخه کې په مارکیټ هیڅ ډول منفي تاثیر ندی کړی خوشبختانه مونږ چې په ننګرهار کې د سبزیو کوم تولید لرو په ښه نرخ خرڅیږي او او داخلي مارکیټ مشبوع دی او مونږ په دې برخه کې کوم مشکل نلرو او د خصوصي سکتور په مټ   سړې خونې جوړې شوې چېبد درې نیم تر څلور زره ټنه محصولات ساتلی شي.»

له پاکستان سره د لارې تر تړل کېدو وروسته د اسلامي امارت له سوداګرو غوښتي چې په هېواد کې د سړو خونو په جوړولو کې پانګونه وکړي. د نوموړي د لارښوونې له مخې، د سړو خونو جوړوونکي به تر پنځو کلونو پورې له مالیې ورکولو معاف وي او د برېښنا عمومي ریاست ته هم سپارښتنه شوې چې سړو خونو ته ۲۴ ساعته برښنا برابره کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام