Asset 1SWN

سلام وطندار

لغمان کې یوه تاریخي سیمه مشخصه شوه

لغمان کې تاریخي سیمه

د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسولان وايي، دغه ولايت کې يې نوې لرغونې او تاريخي ساحه تشخیص کړې چې ځینې تاريخي اثار هم ورڅخه ترلاسه شوي.

د اطلاعاتو فرهنګ ریاست د تاریخي ابداتو د ساتنې مسول محمدنادر مخور سلام‌وطندار ته وویل، ياده لرغونې ساحه د الينګار ولسوالي اړوند د ساو درې «سی تن» کلي کې موندل شوې چې قدامت يې تر میلاد وړاندې رسیږي.

هغه د مالوماتو له مخې، دغه ساحه کې یوه ډبرینه زینه او تر ۱۲ پورې په لاس کندل شوې څمڅې موجودې دي.

نوموړی وایي چې په یاده سیمه کې نوره معماري هم شوې او له دغې ساحې څخه يوه د مشروباتو څکلو کوزه يا لوښی هم ترلاسه شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام