Asset 1SWN

سلام وطندار

ننګرهار کې په ۱۰ ميليون افغانيو دوه پروژې بشپړې شوې

ننګرهار پروژې بشپړې

د ننګرهار په هسکه‌مېنې ولسوالي کې د ۱۰ ميليون افغانيو په مالي لګښت د اوبو لګولو دوه پروژې بشپړې شوې.

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس محمد ولي محسن وایي، د یو کانال، سربند او چکډېم جوړولو پروژې د هسکې‌مېنې ولسوالي په «ګورګورۍ» سیمه کې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي.

هغه وویل، د اوبو ښه مدیریت په موخه دغه پروژې د دې ریاست په هڅو او د اروپايي ټولنې او سويس په مالي لګښت د «ډي‌ار‌سي» موسسې په تخنيکي همکارۍ تطبیق شوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د کرنې رییس مولوي محمدولي محسن زیاته کړه چې دغه کانال او سربند د ۴۱۲ متره په اوږدوالی، يوه پرچاوه، دوه سوپر پسيج، ترناب، څلور دروازې، دوه منحولونه او یوه لويه د اوبو ذخيره لري.

د مالوماتو له مخې، دوهم چِکډېم ۱۷ متره اوږدوالی او درې متره لوړوالی لري چې ۲۰۰۰ متره مکعبه د اوبو ذخیره کولو وړتيا لري.

په دې سره د زر جريبه ځمکې د خړوبېدو زمينه برابره شوه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام