د روزګان دولتي مسوولان وايي چې د کډوالو لپاره په ترينکوټ ښار کې پر ۱۸۰۰ جريبه ځمکه ټاکل شوي ښارګوټي کې ګڼې پروژې پيل شوې دي.
د کور او ښار جوړولو رياست رییس ملا روحالله ابواحمد وايي، په ياد ښارګوټي کې به د اړتيا وړ بنسټيزې اسانتياوې رامنځته شي.
نوموړي وويل: «دغه ښارګوټی ۱۰۷۲ نمري لري، په دې کې د جوماتونو، مکتبونو، مدرسو، د اوبو د زېرمو او سړکونو جوړول شامل دي چې دامهال يې عملي چارې روانې دي. په دې ښارګوټي کې به ۱۰۷۲ هغه کورنۍ مېشتې شي چې له بهرنيو هېوادونو هېواد ته راستانه شوي دي.»
په همدې حال کې، يوشمېر تازه راستانه شوي د يادې پروژې د پيل هرکلی کوي، خو وايي چې دامهال د سرپنا او اقتصادي ستونزو سره مخ دي. تازه راستون شوی صفتالله وايي، د ښارګوټي په فعالېدو سره به د دوی ډېری ستونزې حل شي.
هغه وايي: «الحمدالله موږ ډېر خوشحاله يو، خو اړتيا ده چې د ژوند مهمې اسانتياوې هم راته برابرې سي، ځکه د اوسېدو ځای نه لرو.»
یو بل راستون شوی محمدرازق بیا د کرایه کورونو له لوړې کرایې شکایت لري او وايي، څو چې یې د دایمي سرپنا غمه خوړل کیږي، دولت دې د هستوګنیزو کورونو د لوړو کرایو مخنیوي کې هڅي پیل کړي دي.
هغه زياتوي: «د کورونو کرايې لوړې دي او موږ له جدي ستونزو سره مخ يو، بايد دولت له موږ سره په بېلابېلو برخو کې مرستې وکړي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د روزګان ولايت مقام مسوولان هم ډاډ ورکوي چې اسلامي امارت هڅه کوي تازه راستنو شویو ته هر اړخيزې اسانتياوې برابرې کړي. د والي وياند سميعالله عکرمه وايي، د کډوالو لپاره ځانګړې کمېټه جوړه شوې چې بېړنۍ او اوږدمهاله مرستې تنظيموي.
هغه وايي: «موږ د کډوالو لپاره کمېټه لرو، چې عاجلې مرستې ورسره کوي او په راتلونکي کې هم د لا زياتو مرستو پلان لرو تر څو د دوی اړتیاو ته پر وخت رسیدنه وکړو.»
د ټولنيزو چارو کارپوه عبدالمنان حقمل وايي، ښارګوټي کې د بنسټيزو پروژو پيل د دوی د دوامدار ثبات لپاره مهم ګام دی.
نوموړي زياته کړه: «که دغه ښارګوټی يوازې د سرپنا تر کچې محدود نه شي او ورسره د کارموندنې، زدهکړې او روغتيايي خدمتونو پروګرامونه هم پياوړي شي، نو دا به د کډوالو د اقتصادي ځانبسيا کېدو او ټولنيز ادغام لامل شي.»
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د يوشمېر موسسو په مالي ملاتړ، د روزګان له تازه راستنو شویو سره د کارموندنې او لنډمهالو مرستو په برخو کې همکاري شوې وه، خو لاهم د هغوی اساسي ستونزې دوامداره حللارو ته اړتيا لري.