Asset 1SWN

سلام وطندار

کندهار کې په ۴۸زره ډالرو درې چکډېمونه جوړېږي

چکډېم

کندهار کې چارواکي وايي چې د دغه ولایت په اړوند سیمو کې د ۴۸زره امریکايي ډالرو په ارزښت د درېوو چکډېمونو د جوړولو چارې پیل شوې.

دغه چکډېمونه د کندهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اروپایي ټولني په مالي ملاتړ او د ملګروملتونو د کرنې او خوراک نړیوال سازمان په تخنیکي همکاري جوړېږي.

یاد چکډېمونه به د کندهار په ښکته میوند اغامیر او جومن سیمو ترڅنګ د نېش ولسوالي د باغي اغا په سیمه کې جوړ شي.د کندهار کرنې ریاست ویاند محمدحنیف حقمل وايي، د یادو چکډېمونو چارې به د ۴۵ کاري ورځو په موده کې په اساسي او پاخه ډول بشپړې شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د نوموړي په وینا، د نېش ولسوالي د باغي اغا چکډېم به د ۸۰زره، ښکته میوند ولسوالي د اغامیر چکډېم ۵زره او ښکته میوند جومن دښتې چکډېم د ۴.۵زره متره مکعب اوبو ذخیره کولو ظرفیت ولري.

هغه زیاته کړل د یادو چکډېمونو د جوړېدو څخه موخه د سیمې بزګرانو او مالدارانو د اوبو ستونزو راکمول، د باراني اوبو راټولول او مهارول، د ځمکې لاندې اوبو سطحه لوړول، د سېلابي اوبو مخنیوی، د کاریزونو او اوبو سرچینو پیاوړي کول او د سیمه‌ییزو خلکو د اوبو ستونزو حل ته لاره هوارول دي.

د یادونې وړ ده چې یوه ورځ وړاندې کندهار ښکته شاولي‌کوټ ولسوالي کې هم د کرنې ریاست په هڅو او اروپایي ټولني او سیمه‌ییزو خلکو په مالي ملاتړ، د ۳.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه چکډېم چارې پیل شوې وې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام