د هلمند په نوزاد ولسوالي کې د باراني اوبو د مهار او کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره دوه چکډیمونه جوړ او ګټېاخیستنې ته سپارل شوي دي.
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست رییس مولوي نیازمحمد وهاج وايي چې دا پروژې د سیمې د خلکو د اړتیاوو په کره ارزونه او غوښتنې سره طرحه او عملي شوي دي. د ده په خبره، دا چکډېمونه د باراني اوبو د منظم مهار او د سیمې د کرنیزو فعالیتونو د ثبات لپاره حیاتي اهمیت لري.
وهاج وویل: «دا چکډیمونه د غوریان او خواجه جمال په سیمو کې رغول شوي او دواړه د سیمې د کرنیزو اړتیاوو د پوره کولو لپاره مهمې پروژې بلل کېږي.»
هغه همداراز وویل چې په غوریان سیمه کې جوړ شوی چکډېم ۴۵۰ کورنیو ته مستقیمه ګټه رسوي او شاوخوا ۵۰۰ جریبه ځمکه خړوبوي. د بند د اوبو د ذخیرې ظرفیت ۳۰۳۱ متر مکعب دی او د جوړېدو ټول لګښت یې ۲،۰۱۲،۸۱۰ افغانۍ ورکړل شوی دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د هلمند د کرني رییس وویل: «په خواجه جمال سیمه کې جوړ سوی دوهم چیکډیم ۲۸۰ کورنیو ته نېغه ګټه رسوي، شاوخوا ۵۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه خړوبوي او د ۹۷۷۹ متره مکعبه اوبو د ذخیرې ظرفیت لري. د دې بند د جوړېدو لګښت ۲،۳۱۹،۲۸۶ افغانۍ اټکل شوی دی.»
یو ځایي اوسېدونکی محمدرحیم وايي: «پخوا به باراني اوبه بېګټې روانې وې، خو اوس هر څاڅکی یې زموږ په کلي کې د برکت سبب ګرځي. زموږ باغونه او کښتونه به له دې وروسته تل په اوبو برابر وي.»
بل اوسېدونکی عبدالغفار زیاتوي: «موږ د کلونو راهیسې د اوبو د کموالي له ستونزې کړېدلو، اوس زموږ د زراعتي ځمکو حاصل څو چنده ښه کېږي. دا پروژه موږ ته د امید یو نوی څرک دی.»
یادې پروژې د ډاکار موسسې له لوري عملي شوي او د ملګروملتونو د نشهيي توکو او جرمونو پر ضد ادارې یې مالي ملاتړ کړی دی.