Asset 1SWN

لوګر کې د کوچیانو روغتیايي مرکزونو ته ۸۳ قلمه درمل ووېشل شول

20251118_110854

د لوګر د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې د کوچیانو روغتیايي مرکزونو ته د ۱۱.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت ۸۳ قلمه بېلابېل درمل ووېشل شول.

د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست رییس ډاکټر محمدزرک ځېرک د وېش پروګرام د پرانیستې په مراسمو کې وویل، یاد درمل د څو نړیوالو مرسته کوونکو بنسټونو په مالي ملاتړ او د عامې روغتیا وزارت له‌خوا برابر شوي دي.

ځېرک زیاته کړه چې د درملو دا مرسته به د کوچیانو د روغتیا په برخه کې د موجودو ستونزو په هواري کې مهم رول ولوبوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


نوموړي وویل، هڅې روانې دي چې د وزارت او نړیوالو شریکانو په ملاتړ د کوچیانو روغتیايي خدمات نور هم پیاوړي شي او هغوی ته هر اړخیزه رسېدنه وشي.

بل‌خوا د کوچیانو یوشمېر استازو او ناروغ‌لرونکو کورنیو د عامې روغتیا ریاست مننه وکړه او د یادو درملو مرسته یې ارزښتمن ګام وباله.

هغوی ټینګار وکړ چې اړینه ده عامې روغتیا وزارت او نړیوال بنسټونه وخت په وخت د کوچیانو روغتیايي مرکزونه وارزوي او د موجودو ستونزو د حل لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام