Asset 1SWN

سلام وطندار

هلمند کې د جرمونو په تور ۵۰ کسان نیول شوي

1000301747

د هلمند امنيه قومنداني له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیریت مسوولانو د تېرو درېیوو مياشتو پرمهال پنځوس کسان د بېلابېلو جرمونو په تور نيولي دي.

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال، مولوي شېرمحمد وحدت، سلام‌وطندار وويل: «د نيول شویو کسانو سره ۳۲ ميله تفنګچې، ۴ ميله کلاشينکوفونه، ۴ ميله کمرشکنونه، ۴ دانې لاسي بمونه، ۱ دانه دوربین، ۱۰ دانې چړې، ۱۳ دانې چاقوګان، ۲ دانې پنج بوکسونه او يو شمېر نور هغه سامان آلات هم نیول سوي دي چې په جنايي جرمونو کې ورڅخه استفاده شوې ده.»

هغه زياته کړه، «نيول شوي کسان د غلا، قتل، جنګ او نورو جنايي جرمونو په تړاو تورن دي ، او تر دوسیو بشپړولو وروسته اړونده عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شوي دي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د لښکرګاه اوسېدونکي احمدالله، وویل: «موږ له دې اقدام څخه خوشحاله يو، ځکه چې خلک اوس ځان خوندي احساسوي او جرمونه کمېږي.»

د لښکرګاه ښار یو بل اوسېدونکی، منیر وايي: «دا ډېر ښه کار دی چې پوليس د جرمونو سره مبارزه کوي، موږ غواړو چې قانون ټول ځای کې په سمه توګه پلی شي.»

د هلمند امنیه قومنداني ټینګار کړی چې د جنايي جرمونو پروړاندې مبارزه دوامداره ده او د قانون ماتونکي  کسانو د نیولو او د جرمونو د مخنیوي لپاره اقدامات روان دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام