د روسیې د ولاګدا د سیمې چارواکي وايي چې د جمعې پر شپه درې اوکرایني ځواکونو د برښنا پر یوه سبسټیشن د ډرون برید کړی دی. د سیمې والي، جورګي فیلیمانوف، د شنبې پر ورځ په خپل ټیلیګرام پیغام کې اعلان وکړ چې برید د سیمې په شمالي برخه کې شوی دی.
فیلیمانوف وایي چې د سبسټیشن د تخنیکي زیان ارزونه روانه ده، خو د سیمې برښنايي خدمتونه نهدي درېدلي او د خلکو لپاره برښنا عادي ډول پر مخ روانه ده.
ولاګدا سیمه د مسکو په شمال کې د اوکراین له پولې شاوخوا ۱،۹۰۰ کیلومتره لرې پرته ده او د جګړې کرښې ته نږدې نه ګڼل کېږي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
روسیه په وروستیو اوونیو کې څو ځله اعلان کړی چې اوکراین د ډرون بریدونه د جګړې پراختیا لپاره کاروي، خو اوکراین زیاتره وخت د دغو بریدونو په اړه رسمي تبصره نه کوي.
مسکو ادعا کوي چې د انرژۍ او پوځي تاسیساتو نښه کول د اوکراین یوه نوې ستراتیژي ده، خو کیف وايي چې هدف یې یوازې د روسیې د جګړې ماشین کمزوری کول دي.