Asset 1SWN

افغانستان روسیې ته ۵۰ مټریک ټُنه مڼې صادرې کړي

apple-re95rqixqrmnysmgadmoxdiokfdyfytrcwsdxksia0

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اعلان کړی چې له افغانستان څخه روسیې ته د مڼو د لېږد بهیر پیل شوی دی.

یاد وزارت نن چهارشنبه، لړم ۱۴مه پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د مڼو لومړۍ جوپه چې ۵۰ مټریک ټُنه کېږي او ارزښت یې، ۱۰۰زره ډالرو ته رسېږي، روسیې ته صادرې شوې دي.

یاد وزارت زیاته کړې، ټاکل شوې چې روان میلادي کال کې زر مټریک ټُنه مڼې او انار له افغانستانه روسیې ته ولېږدول شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


له دې وړاندې هم شاوخوا ۲۵ ټُنه انار له افغانستان څخه روسیې ته صادر شوي وو چې ارزښت یې، ۲۵زره ډالرو ته رسېده.

مڼې د افغانستان د مهمو کرنیزو محصولاتو ګڼل کېږي او هر کال له کورنیو اړتیاوو سربېره، یوه برخه یې، بهرنیو هېوادونو ته هم لېږدول کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام