د کابل په یوه خصوصي ښوونځي کې لسګونه زدهکوونکو په ډلهییزه توګه له ناکاره توکو «د کاردستي رباطونه» جوړ کړي دي.
دغه ځوانان او تنکي ځوانان وايي چې د خپلو نوښتونو د ودې او د توکو بیاکارونې لپاره یې، هڅه کړې چې د کار وړ او لومړني وسایل جوړ کړي.
عطاالرحمن او مدینه د کابل د یوه خصوصي ښوونځي د اتم او شپږم ټولګي زدهکوونکي، دوی د کارتن او ایسکریم د لرګیو په کارولو سره د اوسپنې پټلۍ او د خرگوش کوچنی ربات جوړ کړی دی.
عطاالرحمن وویل: «موږ د اوسپنې پټلۍ جوړه کړې ده، هغه مواد مو راټول کړل چې نورو غورځولي وو. د قوطیو او د آیسکریم لرګیو نه مو استفاده وکړه او له هغو مو خط ریل جوړ کړ. ډېره علاقمندي لرو او که عملي درسونه ډېر شي، له دې نه هم ښه شيان جوړولی شو.»
مدینې هم وویل: «موږ رباط جوړ کړی، د خرگوش رباط دی چې له کارتن او نورو وسایلو مو په درېوو میاشتو کې جوړ کړ. یو موټر او یو بطرۍ هم پکې کارول شوې. زموږ هیله ده چې که امکانات راسره شریک شي، تر دې هم پرمختللي کارونه کوو.»
د ستارگان تابان خصوصي ښوونځي مسوولان وايي چې دوی غواړي د زدهکوونکو استعدادونه وغوړوي او داسې نوښتونه ته زمینه برابره کړي چې وروسته د ټولنې لپاره ګټور واقع شي. زدهکوونکي هڅول کېږي چې له ضایعاتو او بېکاره توکو څخه د کار وړ وسیلې او رباطونه جوړ کړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
پرویز احمدی، د ښوونځي مدیر، وايي: «یوازینی هدف مو د زدهکوونکو د استعدادونو وده ده. له درېیم ټولګي څخه تر نهم پورې له سلو ډېر زدهکوونکي په دې پروژه کې شریک شول او خپل کارونه یې دلته نندارې ته ایښي دي. موږ د ماشینونو او وسایلو اړتیا لرو، څو زدهکوونکي لا غټ او پرمختللي کارونه ترسره کړي.»
همدارنګه، د افغانستان د پوهنې وزارت مسوولان تاییدوي چې د هېواد تعلیمي سیستم له عصري علومو څخه لرې پاتې شوی، خو دوی د ځوانانو او زدهکوونکو نوښتونو ته د ملاتړ ډاډ ورکوي.
د کابل د شپږمې تعلیمي حوزې علمي غړی، فواد کاظمي وايي: «تعلیم یوازې د الفبا په یادولو نه پایېږي. فکري موضوعات او رباتیک چې زدهکوونکي پکې برخه واخلي، ډېر مهم دي. په نړۍ کې هغه څه چې تدریس کېږي، زموږ له سیستم سره د پرتله په وخت ډېر پرمختللي دي، خو بیا هم موږ د ځوانانو له خلاقیتونو سره ملاتړ کوو.»
د یادونې وړ ده چې یادو ماشومانو خپل لومړني او کاردستي رباطونه د روانې اوونۍ د دوشنبې پر ورځ کابل کې یوه نندارتون ته د نندارې لپاره وړاندې کړې وو.
دغه زدهکوونکي وايي چې د امکاناتو او علمي درسونو برابرېدو په صورت کې به له دې هم غوره توکي او وسایل جوړ کړي.