Asset 1SWN

سرې میاشتې ټولنې سوېل‌ختیځ زون کې ۶۰۰زره کسانو ته خدمتونه وړاندې کړي

20251104_103840

سوېل ختيځ زون کې د سرې مياشتې ټولنې رییس مولوي سیدمنهاج الدین هاشمي وايي په تېرکال کې شاوخوا شپږ سوه زره کسانو ته روغتيايي خدمتونه وړاندې کړي دي.

د سوېل ختيځ زون د افغاني سرې مياشتې ټولنې رییس منهاج الدين هاشمي وايي په شپږو ولايتونو غزني، میدان‌وردګ، لوګر، پکتيا، پکتيکا او خوست کې يې په ۵ کلينيکونو، ۱۸ سيار روغتيايي ټيمونو او ۲۹ فرعي کلينيکونو کې شاوخوا ۶ سوه زره کسانو ته روغتيايي خدمتونه وړاندې کړي دي.

هغه دغه څرګندونې نن سه‌شنبه، لړم دیارلسمه، په مرکز ګردېز کې د يو خبري کنفرانس پر مهال وکړې. هغه وويل، ياد روغتيايي خدمتونه بيلابيلو برخو کې د مسلکي او مجربو ډاکټرانو له لوري وړاندې شوي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه په ياده خبري غونډه کې وويل چې په پکتيا او لوګر ولايتونو کې ۴۳ ميليونه افغانی کوچنيو کاروبارونو د ملاتړ لپاره کونډو ميرمنو او اړمنو کسانو ته ورکړې چې يادو کورنيو ته پرې کوچني کاروبارونه لکه چرګانو کوچني فارمونه، وزې، ځينو ته يې نور کوچني کاروبارونه برابر شوي دي.

هغه دغه راز وويل چې په يادو شپږو ولايتونو کې هره مياشت د يادې ټولنې لخوا سلګونه ثبت شويو سوالګرو، اړمنو او بې وزله کورنيو ته په نغدي توګه مرستې ورکول کيږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام