Asset 1SWN

روزګان کې په ۱۰۶ میلیونه افغانیو د ولایتي روغتون د ارتقا چارې پیل شوې

1000297329

د روزګان د عامې روغتیا مسوولان وايي چې د ۱۰۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ولایتي روغتون د ارتقاء چارې په رسمي توګه پیل شوې. د دې پروژې په بشپړېدو سره به یاد روغتون له ۶۰ بسترو څخه ۲۰۰ بستریز ته لوړ شي چې د ولایت زرګونو اوسېدونکو ته به د غوره روغتیایي خدمتونو زمینه برابره کړي.

د روزګان د چارواکو په وینا، د دې سترې پروژې لومړی پړاو چې څه باندې څلور میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي، د جوړېدو چارې یې، پیل شوې دي.

روزګان د والي ویاند حافظ اکرمه وايي: «په دې پړاو کې به د روغتون ودانۍ جوړه، د خدماتو د پراختیا لپاره بنسټیز کارونه ترسره او د عصري تجهیزاتو لپاره زمینه برابره شي.»

د نوموړي په وینا، دا پروژه د عامې روغتیا وزارت له‌خوا تمویلېږي او د خلکو د روغتیایي اړتیاوو د پوره کولو لپاره یو مهم ګام بلل کېږي.

د ترینکوټ ښار یوه اوسېدونکي، عبدالمالک وویل: «موږ به مخکې د کوچنیو ناروغیو لپاره هم کندهار ته تګ کاوه، اوس هیله لرو چې زموږ د ولایت خلک به له دې زحمت څخه خلاص شي.»

همدارنګه د یاد ولایت اوسېدونکی شفیع‌الله حبیبي وویل: «که دا پروژه په ښه ډول عملي شي، دلته به  د ښځو او ماشومانو لپاره ځانګړې څانګې پراخې سي  او د درملنې کیفیت به  لوړ شي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د روزګان د عامې روغتیا ریاست له کلونو راهیسې د روغتیایي خدماتو د کمښت له ستونزې سره مخ و. دا ولایت یوازې یو محدود بستریز روغتون درلود چې نه یې د وسایلو کچه بسنه کوله او نه یې د ناروغانو شمېر پوره کاوه.

د عامې روغتیا وزارت د راپور له مخې، د روزګان د روغتون د ارتقاء پروژه به په څو پړاوونو کې عملي کېږي او تمه ده چې په راتلونکو دوو کلونو کې بشپړه شي.

د پروژې له بشپړېدو وروسته به روغتون د عصري تجهیزاتو، ځانګړو څانګو او مسلکي کارکوونکو په درلودلو سره د زېږون، جراحي، داخله، ماشومانو او بیړني خدمتونو لپاره بشپړ ظرفیت ولري.

د روزګان د خلکو په وینا، دا پروژه د هغوی د ژوند د کیفیت د بدلون لپاره یوه ستره هیلې ده. خو هغوی غوښتنه کوي چې کارونه دې په وخت او له شفافیت سره ترسره شي، څو د کلونو انتظار بې‌پایلې پاتې نه‌شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام