Asset 1SWN

سلام وطندار

د هرات اوسېدونکي دغه ولایت کې د وحشي ژویو له ورکېدو اندېښمن دي

images

د هرات یوشمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د نادرو او وحشي ژوو له ورکېدو اندېښنه څرګندوي او وايي، په تېر کې به د دې ولایت په ډېری ولسوالیو کې د ژویو بېلابېل ډولونه لیدل کیدل، خو اوس یې، څرک نه‌لیدل کېږي.

دوی یې لاملونه بې‌ځایه ښکار، اقلیمي بدلونونه او پرله‌پسې وچکالي یادوي چې په پایله کې یې د حیواناتو مختلف ډولونه له‌منځه تللي یا هم لرې پرتو سیمو ته کډه شوي دي.

د هرات د چشت شریف ولسوالي اوسېدونکی عبدالرحمن محمدي وايي، له تېر سره په پرتله د «حیات وحش» په نوم حیواناتو زیاتره ډولونه اوس په دې ولسوالي کې نه پیدا کېږي.

نوموړی زیاتوي: «پخوا به زمونږ په ولسوالۍ کې زمری، پړانګ، اهو او نور ګڼ حیوانات پیدا کېدل. وروستیو پرلپسې وچکالیو دغه حیوانات هم له منځه یوړل او اوس نه پیدا کیږي.»

د وحشي ژوو د کمیدو اندېښنه یوازې تر چشت شریف ولسوالۍ محدوده نه ده، د هرات د پشتون زرغون او رباط سنګي ولسوالیو اوسیدونکي هم له ورته وضعیت څخه یادونه کوي. دوی ټینګار کوي څو اړوندې ادارې د یادو نادرو حیواناتو ساتنې ته لومړیتوب ورکړي.

د دغو ولسوالیو دوه اوسیدونکي فریدون عظیمي او عبدالله قادري وايي: «یوازې څو کاله وړاندې هم زمونږ په ولسوالۍ کې وحشي ژوي ډېر لیدل کېدل خو اوس زیاتره هغه یا ښکار شوي او یا هم نورو سیمو ته تللي دي. د مشرانو په خبره په تېر کې د حیواناتو مختلف ډولونه زمونږ په سیمه کې موجود وو.»

عبدالله قادري وویل: ««د دې حیواناتو د ساتنې لپاره باید تر هر څه لومړۍ د خپلسري ښکار مخه ونیول شي. هغه کسان چې د تفریح په نیت حیوانات ښکار کوي، په کار ده تعقیب شي. همدا راز د رسنیو، راډیو، اعلاناتو، لوحو، سیمینارونو او نورو لارو څخه په استفادې باید عامه پوهاوی ترسره شي. حکومت باید خپل نظارت منظم کړي. په دې لارو سره کېدلای شي وحشي ژوي خوندي او ځنګلونه د دوي لپاره اغېزمن تمام شي.»

له دې سره هم مهاله د هرات د چاپېریال ساتنې ریاست د اړیکو مسؤل الهام قاضي زاده وايي، سره ددې چې په دغه ولایت کې څو ساحې د ورته حیواناتو د ساتنې لپاره پېژندل شوي دي خو تراوسه هېڅ سیمه د حیواناتو د ساتنې لپاره نه ده ځانګړې شوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


نوموړی وايي: «مونږ تراوسه په هرات ولایت کې د چاپېریالي ساتنې او حیواناتو پالنې لپاره مشخصه ساحه نه لرو خو ځینې سیمې ځانګړې شوي او پېژندل شوي دي. د وحشي ژوو د تېښتې او ورکیدو عوامل اقلیمي بدلونونه، صنعتي پرمختګ، په هوا کې د ګازو خپریدل دي چې ورسره ځمکه ګرمیږي. همدا راز د عامه پوهاوي نه موجودیت او ښکار نورې هغه ستونزې دي چې ترې یادونه کولای شي.»

په ورته وخت کې د هرات د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د وحشي ژوو او طبیعي نباتاتو د تنظیم مدیر جلیل احمدساغري د غیرقانوني ښکار پر وړاندې بې پروايي هم مني.

نوموړی وايي: «د جمعې په لمانځه کې همېشه له خلکو غوښتنه شوې چې د وحشي ژوو له ښکار څخه ډډه وکړي، خو متاسفانه افغانستان د زیاتره حیواناتو له ورکیدو سره مخ دی. مونږ منو چې اوس هم په یو شمېر سیمو کې غیرقانوني ښکار کیږي خو خپلې هڅې کوو چې دا موضوع جدي تعقیب کړو.»

د سیمه ییزو چارواکو په وینا په وروستیو دوو لسیزو کې زیات شمېر حیوانات د اقلیمي بدلونونو او ځمکې ګرمیدو له امله له منځه تللي دي.

له دې سره خوا کې کرنیز کارپوهان د ښکار پر وړاندې د اغېزمن اجرایوي قانون نشتون او عامه پوهاوي کمبود نور هغه لاملونه یادوي چې وحشي ژوي له ورکیدو سره مخ کړي دي.

کرنیز کارپوه عبدالرحیم امید وايي: «باید له ښکار څخه مخنیوی وشي او اجازه ورنه کړل شي چې پاتې حیوانات او الوتونکي د خپلو ګېډو قرباني کړي. د ځنګلونو په بیارغونه او څړځایونو په بیا را ژوندي کول کې چې ددغو حیواناتو د اوسیدونکو اصلي ځایونه دي په کار ده اقدام وشي، د اوبو سرچینې وساتل شي که پراختیا نشي ورکولای لږ ترلږه همدا خو دې وساتي.»

کارپوهان خبرداری ورکوي چې د اوسني حالت دوام کولای شي طبیعي چاپېریالي توازن له منځه یوسي او د هرات اقتصادي سرچینې له خطر سره مخ کړي.

د سیمه‌ییزو چارواکو د معلوماتو له مخې د غوریان ولسوالي لوېدېځې دښتې، په کشک کهنه، کشک رباط سنګي، اوبې او ګلران ولسوالیو کې د پستې او تورو لرګیو ځنګلونه له هغو مهمو ځایونو دي چې وحشي ژوي په کې ژوند کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام