Asset 1SWN

سلام وطندار

پکتيا کې د صادراتي اسنادو د تایید لپاره ځانګړی مرکز پرانيستل شوی

20251013_093619

د پکتيا صنعت او سوداګری رياست مسوولان وايي چې د لومړي ځل لپاره د سوېل ختيځ زون په کچه پکتيا کې د صادراتي اسنادو تاییدي لپاره واحد مرکز پرانيستل شوی دی.

د پکتيا د صنعت او سوداګری رياست رییس مولوي عظيم خان عظيمي د ياد مرکز پرانيستې مراسمو کې وويل چې په دې مرکز کې به د شاوخوا شپږو رياستونو او نورو اتحاديو استازي موجود وي او د صادراتي توکو اسناد به ژر خلاصيږي.

هغه وويل پخوا دلته واحد مرکز نه‌و او له امله به يې سوداګر اړ و چې د خپل کار خلاصولو لپاره به څو رياستونو ته تلل، خو په وینا یې، اوس به يې ټول کار په يوځای او په کم وخت کې خلاصيږي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


په ورته مهال پکتيا کې يوشمېر سوداګر هم د ياد مرکز په پرانيستل‌کېدو خوښي څرګندوي.

دوی وويل چې پخوا به يې د اسنادو خلاصولو لپاره اړ و چې شپږ او اوه ځايه لاړ شي او بيا خپل کار خلاص کړي، خو اوس به يې ټول کار په کم او يوځای کې وشي.

د يادونې وړ ده چې د واحد مرکز پرانيستل‌کېدو سره به سوداګرو صادراتي چارې له ځنډ او خنډ پرته په کم وخت کې ترسره کوي او صادراتو برخه کې به مهم رول ولوبوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام