په اوکراین کې چارواکي وايي چې پر دغه هېواد د روسي ځواکونو پرلهپسې بریدونه یو ځل بیا ملکیان په نښه کړي دي.
د اوکراین چارواکو نن یکشنبه، اکتوبر پنځمه ویلي چې د هېواد په شمال سومي سیمه کې دوه روسي بېپیلوټه الوتکو د اورګاډي تمځای په نښه کړی چې له امله یې یو کس وژل شوی او شاوخوا ۳۰ نور ټپیان شوي دي.
د اوکراین ولسمشر ولودېمیر زېلېنسکي روسیه په «ترهګرۍ» تورنه کړې او ویلي یې دي چې مسکو په قصدي توګه ملکي وګړي په نښه کوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په همدې حال کې د فرانسې یو خبریال انتوني لالیکان د دونباس په سیمه کې د روسي بېپیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی او د هغه اوکرایني همکار هریهوري ایوانچینکو ټپي شوی دی. د اوکراین پوځ ویلي، دغه برید په دروژکیفکا ښار کې شوی چې د جګړې له اصلي کرښو څخه شمېرل کېږي.
بلخوا، د اوکراین د دولتي انرژۍ شرکت نافتوګاز مشر سرګي کوریتسکي ویلي، روسیې د خارکیف او پولتاوا په سیمو کې د هېواد د اصلي ګازو تولیدي تاسیساتو پر وړاندې تر ټولو پراخ برید کړی چې پهکې ۳۵ توغندي او ۶۰ بېپیلوټه الوتکې کارول شوې دي.