Asset 1SWN

سلام وطندار

غزه کې بریدونه؛ ۷۰کسانو ژوند له لاسه ورکړی

GAZA CITY, GAZA - OCTOBER 8, 2023: Smoke rises from the Israeli raids on October 8, 2023 in Gaza City, Gaza. After the attack launched by Hamas on Israel yesterday, which surprised them, Israeli Prime Minister Benjamin Netanyahu asked the Palestinians to leave Gaza, and warned that the army would turn Hamas positions “into rubble.” (Photo by Ahmad Hasaballah/Getty Images)

غزه کې طبي سرچینې وايي چې د اسراییلي ځواکونو د پرله‌پسې هوایي او توپچي بریدونو له امله لږترلږه ۷۰ فلسطینیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

که څه هم د امریکا متحده ایالتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ له اسراییلو غوښتنه کړې چې غزه کې باید خپل بریدونه ودروي، خو ښکاري چې دې غوښتنې ته لاهم پام نه‌دی شوی.

راپورونه ښيي چې د حماس ډلې د ټرمپ د ۲۰ مادو د سولې له طرحې څخه ځینې برخې منلې دي، خو بیا هم د جګړې اور نه‌دی مړ شوی.

د شنبې پر ورځ یوازې په لوږې او انساني ناورین اخته غزه ښار کې لږترلږه ۴۵ کسان د اسراییول بمبارۍ له امله وژل شوي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


اسرایلي پوځ په تېرو اوونیو کې پر غزه ښار خپل نظامي عملیات پراخ کړي چې له امله یې شاوخوا یو میلیون اوسېدونکي اړ شوي چې د جګړې له وېرې د ښار له منځنۍ او شمالي برخې وتښتي او د غزې سویل ته چې لاهم له ګڼې‌ګوڼې او سختو شرایطو ډک دی، پناه یوسي.

د بشري حقونو سازمانونه وایي، د غزې اوسېدونکي له شدید انساني ناورین سره مخ دي؛ نه کافي خواړه، نه درمل او نه هم د خوندي ځایونه لري. د دوی په وینا، که نړیواله ټولنه ژر اقدام ونه‌کړي، د ملکي تلفاتو شمېر به لا هم زیات شي.

سره له دې، د اسراییلو پوځ وایي چې خپلو «پوځي اهدافو» ته دوام ورکوي او د حماس د بشپړ له‌منځه وړلو تر وخته عملیات نه درېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام