Asset 1SWN

د ایران ولسمشر: د ملګروملتونو بندیزونه مو مخه نشي نیولی

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وايي چې هېواد به یې د ملګروملتونو د امنیت شورا د پرېکړې وروسته د بندیزونو د بیا لګېدو پر وړاندې به مقاومت وکړي او په وینا یې، دغه بندیزونه یې مخه نه‌شي نیولی.

هغه د دولتي تلویزیون له لارې یوې وینا کې وویل: «د سنیپ‌بک له لارې دوی لاره بندوي، خو دا ذهنونه او فکرونه دي چې لاره پرانیزي یا جوړوي یې.»

د ملګروملتونو امنیت شورا پرېکړه کړې چې د ایران پر وړاندې بندیزونه دایمي نه‌لغوه کوي، خو د «سنیپ‌بک» له لارې د بندیزونو د بیا پلي‌کېدو امکان شته دی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


اروپايي هېوادونو او امریکا ویلي چې ایران لا تراوسه اړین عملي ګامونه نه دي اخیستي، او که بندیزونه بیا عملي شي، تهران ښایي له نړیوال اټومي انرژۍ ادارې (IAEA) سره خپله همکاري محدوده کړي.

د ایران چارواکي ټینګار کوي چې هېواد به یې، د خپل فکر، وړتیا او ملي عزم په وسیله د هر ډول خنډونو مخه ونیسي او د امنیت شورا پرېکړه به د تهران د اقتصادي او سیاسي موخو پر وړاندې خنډ نه‌شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام