د برتانیې بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د هېواد په ختیځ کې زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره یې ۳ میلیون پونډ ځانګړي کړي.
د دغه وزارت پر ویبسایټ خپره شوې بیانیه کې ویل شوي چې د هېواد په ختیځ کې له زلزلې وروسته د افغانستان وضعیت اوس هم ترینګلی دی او دغه مرستې ختیځو ولایتونو کې د زلزلې زیانمنو شویو څخه د ملاتړ لپاره په پام کې نیول شوي.
بیانیه کې ویل شوي چې دغه مرستې افغانستان سره د برتانیې د نورو بشري مرستو په څېر، د نړیوالو او غیردولتي سازمانونو له لارې به اړمنو ته ورسیږي.
د برتانیې تازه مرستې به زلزله ځپلو ته د روغتیا، څښاک پاکو اوبو، سرپناه او صحي کڅوړو تامینولو لپاره ولګول شي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د برتانیې د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې د ژمي په رانژدې کېدو سره باید د زلزله ځپلو وضعیت ته د رسېدو لپاره ټولیزې هڅې زیاتې شي.
دا داسې مهال دی چې کونړ کې یو شمېر زلزله ځپلي شکایت کوي چې د مرستندویه بنسټونو او ادارو له لوري ورسره کېدونکي مرستې په غیرمنظم ډول وېشل کیږي.
دوی له حکومت او نړیوالو سازمانونو غواړي چې د ژمي له را رسېدو مخکې یې د کورونو ابادولو په برخه کې ورسره پوره همکاري وکړي.
د یادوې د چې د هېواد په ختیځ کې په ځانګړې توګه کونړ ولایت کې د روانې سپټمبر میاشتې په پیل کې مرګونې زلزلې تر ۲ زره او ۲ سوه ډېر کسان مړه او تر ۳ زره زیات ټپیان کړل.