Asset 1SWN

خوست کې د نرخ‌ لوړولو امله ۸ درملتونونه تړل شوي

درملتونونو تړل کېدل (1)

د خوست ولایت مقام نن (سه‌شنبه، سنبله ۱۵) یوه خبرپاڼه کې ویلي، د نرخونو د کنټرول او د احتکار مخنیوي کمېسیون خوست ښار کې ۸ درملتونونه چې له ټاکلي نرخ یې په لوړه بیه درمل پلورل وتړل شول.

خبرپاڼه کې د احتکار د مخنيوي کمېسیون مسوولانو لخوا ویل شوي چې د خلکو د ژوند اړوند اړتیاوو کې هر ډول نرخ‌ لوړونه او احتکار د منلو وړ نه دی او د دې کار مخنیوي لپاره به جدي اقدامات روان وي.

خبرپاڼه کې له ټولو سوداګرو، دوکاندارانو او د درملتونونو خاوندانو څخه غوښتنه شوي چې پير او پلور د شرعي اصولو په رڼا کې ترسره کړي، ګنې د جدي قانوني چلند سره به مخ شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


دا داسې مهال دی چې هېواد کې یوشمېر ناروغان او ناروغ‌لرونکي هم شکایت کوي چې شخصي درملتونونه پرې بې‌کیفیته درمل په لوړه بیه پلوري.

د دوی په وینا، لرې پرتو سیمو کې شخصي درملتونونو کې درملو ته په خپل سر نرخونه ټاکل کېږي او د روغتیا وزارت ته په‌‌کار ده چې په بازارونو کې د درملو کیفیت او نرخونه په بشپړ ډول کنټرول کړي.

همدارنګه تر دې مخکې د ولایتونو یوشمېر اوسېدونکو سلام‌وطندار سره خبرو کې ویلي، د پخوا په پرتله د خلکو اقتصاد کمزوری شوی او ډېری ناروغان ډاکټرانو ته له ورتګ پرته په خپل سر درمل کاروي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام