د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست نن (شنبه، سنبله ۲۲) د هېواد په ۸ ولایتونو کې د باران او سېلابونو راوتلو اټکل کړی.
د هوا پېژندنې ادارې نن شنبه یوه خبرپاڼه کې ویلي، یادو ولایتونو کې نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، لوګر، میدانوردګ، خوست او پکتیا شاملیږي.
خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغو ولایتونو کې به د ورښت کچه له ۱۰ تر ۲۵ ملي مترو پورې ووسي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د هوا پېژندنې ادارې همدارنګه شمال ختیځو، شمالي، لوېدیځو او مرکزي سیمو کې د تېزو بادونو وړاندوینه هم کړې چې د سرعت کچه یې په بېلابېلو سیمو کې له ۵۰ تر ۸۰ کیلومتره په ساعت کې اټکل کیږي.
د یادونې ده چې تر دې وړاندې ګڼو ولایتونو کې سېلابونو خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.