Asset 1SWN

پنجشېر کې یوې مېرمنې په یو میلیون افغانیو یو جومات جوړ کړی

540678526_122244147134079274_4858477858804262767_n

د پنجشېر محلي چارواکي وايي، د دغه ولایت د ابشار ولسوالي د یوه جومات چارې بشپړې او بل جومات له ترمیم وروسته ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی دی.

د ابشار ولسوال، محمدعلي حق‌شناس،  (د وږي ۱۷مه) سلام وطندار ته وویل چې د دې ولسوالي نوی مسجدالنور په رسمي توګه پرانیستل شوی او همدارنګه د قلعه‌بالا د کربه‌ګلاب‌‌خېل سیمه کې یو بل جومات چارې ترمیم شوي دي.

د هغه په وینا، دغه دوه پروژې د علماوو، قومي متنفذینو او د ا.ا محلي چارواکو په ګډون د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې په رسمي توګه پرانیستل شوی دی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه زیاته کړه چې د دې جوماتونو د جوړولو او ترمیم چارو کې د یو میلیون افغانیو مالي مرسته د بي‌بي نهضیه عظیمي، د ډاکټر عبدالحبیب کابلي لور، له‌خوا شوې ده.

د ابشار ولسوال د خلکو د ګډون له امله مننه وکړه او د جوماتونو جوړول او ترمیم یې لوی دیني او ټولنیز خدمت وباله چې د اخروي ثواب او د الله رضا سبب ګرځي.

یادونه ده چې په روانه میاشت کې دا دویم کس دی چې په دې ولایت کې د ښوونځي او جوماتونو جوړولو لپاره خیریه فعالیت کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام