Asset 1SWN

پاکستان کې درې جلا بریدونه؛ لږترلږه ۲۵ کسان وژل شوي

Pakistan-Bomb-6-rb7b937czhw0gpn3zsxjf1gl7rj70bzsohdw2w1ms4

په پاکستان کې چارواکي وايي چې دغه هېواد کې د درېوو جلا بریدونو پرمهال لږترلږه ۲۵ کسان وژل شوي دي.

د فرانس پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، تر ټولو ډېره مرګ‌ژوبله د بلوچستان په مرکز، کویټه کې د شوي برید له امله رامنځته شوې ده.

په دې برید کې یوه ځانمرګي بریدګر د بلوچستان ملي ګوند د غونډې پرمهال خپل ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې چې له امله یې ۱۴ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

د ټپیانو له ډلې د اوو کسانو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی. د ګوند مشر اخترمنګل د وینا له پای ته رسېدو، څو شېبې وروسته له سیمې وتلی او له برید څخه ژغورل شوی دی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


بل‌خوا ایران سره پولې ته نږدې په یوه بل بمي برید کې بیا چې پر نظامي موټرو شوی، پنځه کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي. تر دې دمه هېڅ ډلې د دواړو بریدونوپړه پر غاړه نه ده اخیستې.

په ورته مهال د خیبرپښتونخوا په ایالت کې د پاکستان د سرحدي ځواکونو پر یوې اډې ځانمرګی برید شوی دی.

له برید وروسته پنځه نورو وسله‌والو جګړه پیل کړې چې د چارواکو په وینا، دې جګړې ۱۲ ساعته دوام کړی دی. د جګړې پرمهال شپږ پاکستاني سرتېري او شپږ بریدګر وژل شوي دي. د برید مسوولیت د «اتحاد مجاهدین پاکستان» ډلې پر غاړه اخیستی دی.

د ۲۰۲۵ کال له پیله تر اوسه، په بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د وسلوالو تاوتریخوالو په پایله کې له ۴۳۰ ډېر کسان چې زیاتره یې د امنیتي ځواکونو غړي دي، وژل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام