د لبنان ملي خبري اژانس راپور ورکړی چې اسراییلو د یاد هېواد په سوېل کې دوه هوايي بریدونه کړي دي.
بریدونه نن یکشنبه، اګسټ ۳۱مه، په علیالطاهر او علیا نبطیه په سیمو کې شوي دي. راپور زیاتوي چې یو توغندی د میفدون په دار القمر سړک کې لېدلی، خو چاودنه یې نهده کړې.
د اسرائیل پوځ هم د بریدونو پخلی کړی او ویلي یې دي چې هدف یې د حزبالله یو پوځي مرکز و، چېرته چې «پوځي فعالیتونه ثبت شوي وو.»
تر اوسه د اسراییلو د یادو بریدونو په اړه د حزبالله له لوري څه نهدي ویل شوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دا بریدونه په داسې حال کې شوي چې اسراییل د تېرکال په نومبر کې د امریکا په منځګړیتوب د اوربند تر لاسلیک وروسته لاهم د لبنان په سوېل کې پنځه ځایونه ساتلي دي.
د اوربند له مخې، اسرائیل باید دوه میاشتو کې خپل ځواکونه ایستلی وای او د لبنان وسلهوال ځواکونه باید د سوېل کنټرول ترلاسه کړی وای، خو لاهم دغلته اسراییلي سرتېري مېشت دي.