Asset 1SWN

باغران کې د غېږنیونې سیالي؛ هلمند لومړی مقام وګاټه

1000223313

د هلمند د باغران ولسوالي په مرکزي لوبغالي «تکيه» کې د هلمند او غور ولايتونو د دوديزې غېږنيونې دوه ورځنۍ سيالي پای ته ورسېدې.

دغه سيالي د هلمند د بدني روزنې او ورزش د امريت په لارښوونه او د باغران د ورزش امريت په همکاري جوړې شوې وې.

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رياست رییس حافظ عبدالباري راشد سلام‌وطندار ته وويل: «په دغو سياليو کې د دواړو ولايتونو ۱۰۰پهلوانانو ګډون کړی و چې په پايله کې د غور ولايت ۲۷ پهلوانان د هلمندي پهلوانانو له‌خوا  پر ځمکه وغورځېدل او د سيالۍ لومړی مقام د هلمند په برخه سو. غوره لوبغاړو ته د ستاينليکونو او ډالیو ویش هم ترسره سو.»

د غېږنيونې فدراسيون مسوول حاجي عبدالباري سربېرهؤ ګڼ‌شمېر ځوانان او د سيمې اوسېدونکي د سياليو نندارې ته ورغلي وو. د دوی په وينا، دا ډول سيالي نه يوازې د دوديزو ورزشونو د پياوړتيا لپاره ګټورې دي، بلکې د سيمې د خلکو د يووالي او همکارۍ لامل هم ګرځي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د غېږنیونې يوشمېر مينه‌والو غوښتنه وکړه چې د ورته دوديزو سياليو د دوام او پراختيا لپاره لا زياتې هڅې وشي. د دوديزې غېږنيونې سيالي په هلمند او نورو ولايتونو کې د سيمې د کلتوري هويت يوه مهمه برخه ګڼل کېږي.

د ورزش برخې شنونکي باور لري چې د دې ډول ورزشي دودونو ساتنه د ځوانانو د بدني روزنې ترڅنګ د سولې او يووالي په فضا کې رغنده رول لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام