Asset 1SWN

سلام وطندار

غزه کې د اسراییلو بریدونه؛ لږترلږه ۴۱ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

غزه بریدونه

د غزې د روغتونونو طبي سرچینو د الجزیرې شبکې ته ویلي، د جمعې سهار (اګست ۲۹) له راپیل راهیسې د اسراییلو بریدونو کې لږترلږه ۴۱ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د وژل شویو په منځ کې درې هغه کسان هم شامل دي چې د مرستو د ترلاسه کولو لپاره په لیکو کې ولاړ وو.

د راپورونو له مخې، د تېرو څو ورځو په اوږدو کې د اسراییلو هوايي او توپچي بریدونو پر بېلابېلو سیمو پراخ شوي او زیاتره قربانیان یې ښځې او ماشومان دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د ځایي سرچینو په وینا، ګڼ کورونه نړېدلي، لسګونه کورنۍ بې‌ځایه شوي او روغتیایي مرکزونه د درملو او تجهیزاتو له سخت کمي سره مخ دي.

انساني بنسټونه خبرداری ورکوي چې د بریدونو دوام به د بشري ناورین کچه نوره هم لوړه کړي، ځکه د غزې زیاتره اوسېدونکي له مخکې د اوبو، برېښنا او خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي.

نړیوالې ټولنې یو ځل بیا پر اسراییلو غږ کړی چې له ملکي وګړو د هدف کولو ډډه وکړي او د بشري مرستو د خوندې لېږد زمینه برابره کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام