Asset 1SWN

افغانستان او ازبیکستان د ۲۴۳ میلیون ډالرو په ارزښت د برښنا تړونونه لاسلیک کړل

WhatsApp Image 2025-08-17 at 4.27.11 PM

د برښنا شرکت دوو ازبیکستاني شرکتونو سره د ۲۴۳ میلیون ډالرو په ارزښت د برښنا لېږد د څلورو پروژو تړونونه لاسلیک کړل.

د برښنا شرکت اجراييوي مشر عبدالباري عمر نن (یکشنبه، اسد ۲۶) کابل کې د دغو تړونونو د لاسلیک غونډې ته وویل، دغه هوکړې د دغه شرکت او د ازبیکستان د برښنا وزارت اړوند د «اوز انرژۍ او نیګو انرژۍ» شرکتونو ترمنځ لاسلیک شوي.

هغه وویل، له ازبیکستان څخه د شاوخوا ۱۰۰۰ مېګاواټو برښنا رالېږد دغه پروژې به چې چارې یې ۱۸ میاشتو کې بشپړیږي، د صنعت، کرنې او ځوانانو ته د کاري زمېنو برابرېدو کې لوی او مهم رول ولوبوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د برښنا شرکت اجراییوي مشر عبدالباري عمر وویل، دغو پروژو کې د ۵۰۰ کېلوولټ برښنا لېږد پروژې ترڅنګ، د دښت‌الوان سب سټېشن پراختیا او د ارغندۍ سب‌سټېشن ارتقا چارې، دغه راز له ارغندۍ سب سټېشن څخه د ننګرهار تر شیخ مصري سب‌سټېشن پورې د ۲۲۰ کېلوولټ برښنا لېږد شاملیږي.

هغه وویل: «د دوو ګاونډیو هېوادونو په توګه د برښنا سکټور برخو کې د نوي لوی بدلون او اړیکو پیاوړتیا خوښ یم او دا به اقتصادي برخو کې هم پراخې مثبتې اغېزې ولري.»

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام