Asset 1SWN

سلام وطندار

روسیه: مسکو به له اسلامي امارت سره همکاریو ته دوام ورکوي

502cf228e172be6a1364285b60a695aa (1)

د روسیې بهرنیو چارو وزارت مسوولان وايي چې سرپرست حکومت د سیمې د امنیت تامین په ځانګړې توګه له مخدره توکو او ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې مهم رول لري او له همدې امله مسکو به افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخاروا یوې غونډې ته ویلي، د مسکو له لوري د اسلامي امارت په رسمیت پېژندو د افغانستان اوسنیو چارواکو سره د روسیې بشپړ شراکت ته لارې پرانیستي دي.

نوموړې وویل: «روسیې تل له افغانستان سره له متقابلو همکاریو چې د دواړو هېوادونو د ولسونو په ګټه دي ملاتړ کړی او دې کار ته دوام ورکوي. د مسکو وروستۍ پرېکړې د کابل اوسنیو چارواکو سره د شراکت لارې پرانیستې. د سفیرانو د اعتبارلیکونو وړاندې کول او ترلاسه کول هم داسې یوې پروسې تاییدي کوي چې دې وروستیو کلونو کې ټولو ته څرګنده وه.»

د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویانده ټینګار کوي چې هېواد یې اسلامي امارت سره د خبرو په حال کې دی، څو اقتصادي او سوداګرۍ همکارۍ نورې هم پراخې شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


ورته وخت کې د اسلامي امارت د سرپرست حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، د سیمې له هېوادونو په ځانګړې توګه روسیې سره د اړیکو پراختیا د افغانستان لپاره مهم دي او سرپرست حکومت هڅه کوي چې دغه اړیکې نورې هم پراخې شي.

هغه وویل، افغانستان اقتصادي همکاریو ته اړتیا لري او روسیه کولی شي دغه برخه کې مهم رول ولوبوي. «افغانستان اقتصادي، پانګونې او نورو برخو کې همکاریو ته اړتیا لري، روسیه کولای شي چې دې برخه کې مرسته وکړي او افغانستان هم د اړتیا له مخې، روسیې سره اړیکې مهمې بولي.»

د چارو یوشمېر کارپوهان د کابل او مسکو ترمنځ د اړیکو پراختیا مهمه بولي او وايي، د سیمه‌ییز امنیت په څېر مهم مسایل کولی شي له روسیې سره د افغانستان د اړیکو پراختیا لپاره زمینه برابره کړي.

دوی وویل، روسیې سره د افغانستان د اړیکو پراختیا کولی شي، له نورو هېوادونو سره د اسلامي امارت نژدې کېدو لامل شي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه محمد اکرم عارفي وویل: «افغانستان کولی شي د امنیت، اقتصاد او ټیکنالوژۍ له پلوه له روسیې سره نږدې اړیکې جوړې کړي او هغه ګډ ټکي چې شتون لري، لکه د امنیتي مسلو، د دواړو هېوادونو په ګټه دي. له بل‌خوا، روسیه، د پرمختللې ټیکنالوژۍ لرونکي هېواد په توګه، کولی شي د افغانستان په بیارغونه کې مهم رول ولوبوي.»

روسیه سیمه کې له ځواکمنو هېوادونو شمېرل کیږي او لومړنی هېواد دی چې اسلامي امارت یې په رسمیت وپېژانده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام