غزه کې د اوربند ټینګښت له هڅو سره سره، د اسراییلي ځواکونو د بریدونو له امله د نن ورځې پیل راهیسې تر دې مهاله ۲۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
روغتیايي چارواکي وايي چې وژل شوي ټول ښځې او ماشومان دي. اسراییلو ډېری بریدونه د غزې مرکز او سوېل اړوند سیمو کې کړي دي.
غزه کې د اسراییلو بریدونو سره هممهاله د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې روانې او یا هم راتلونکې اوونۍ کې د اوربند ټینګښت لپاره ډېر چانس شتون لري.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
خو حماس ډلې بیا ټینګار کړی چې د غزې اوربند لپاره قطر کې خبرې د اسراییلو د سرزورۍ له کبله ستونزمنې وې.
پر غزې د اسراییلو بریدونو پیل راهیسې تر دا مهاله څه باندې ۵۷زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او نږدې ۱۳۷زره ټپیان دي.
همداراز ګڼشمېر ټپیان او ناروغان روغتونونو کې د روغتیايي خدمتونو له کمښت سره مخ دي او زرګونه نور بیا له سختې لوږې زورېږي.