Asset 1SWN

سلام وطندار

د خوړو نړیوال سازمان: سږکال اوړي کې ۱۰میلیون افغانان لوږې سره مخ دي

افغانان بشري مرستو ته اړتیا

د ملګروملتونو د خوړو نړیوال پروګرام WFP ویلي، روان اوړي کې شاوخوا ۱۰ میلیون افغانان لوږې سره مخ دي.

دغه سازمان نن (دوشنبه، سرطان ۱۶) پر اېکسپاڼه لیکلي چې د بودیجې کمښت په دلیل ډبلیو‌اف‌پي یوازې یو میلیون افغانانو سره مرسته کولی شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


له دې وړانې افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي «یوناما» ویلي چې روان ۲۰۲۵کال کې ۲۲.۹ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري او له بسپنه ورکوونکو هېوادونو یې غوښتنه کړې چې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

ملګري ملتونه داسې مهال افغانستان کې له اړتیا وړ خلکو سره د مرستو د دوام غوښتنه کوي چې د اسلامي امارت سرپرست حکومت په وار وار ویلي، د خپلو اغېزمنو تګ‌لارو پرمټ یې، هېواد کې د وزګارتیا کچه ټیټه کړې او هڅه شوې چې په هېواد دننه خلکو ته د کار کولو زمینه برابره شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام