د پنجشېر ځايي چارواکي وايي، دغه ولایت کې یو فلانکوچ ډوله موټر له سړک څخه اوښتی او چپه شوې چې دوو کسانو په کې ژوند بایللی او ۹ نور ټپیان شوي.
د پنجشېر د امنیې قومنداني ویاند حقمل سعید نن (یکشنبه، سرطان ۱۵) سلاموطندار ته وویل، پېښه نن غرمه ۱۲ بجې د دغه ولایت «کوتل بام وردار» سیمه کې شوې.
هغه وویل، د پېښې اصلي لامل د موټر بریک کار نه کول دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ورته وخت کې د پنجشېر د والي ویاند سیفالدین لټون وايي، دغه پېښه کې ۳ کسانو ژوند بایللی او ۱۱ ټپیان شوي.
د پېښې قربانیانو هویت په اړه مالومات نه دي ورکړل شوي.
د یادونې ده چې هېواد کې ډېری ټرافیکي پېښې د موټرچلوونکو تېز سرعت او بېاحتیاطۍ له امله رامنځ ته کیږي چې ملکي وګړو ته په کې مرګژوبله اوړي.



