د بدخشان د خواهان ولسوالي اوسېدونکو د ځمکو خړوبولو لپاره د یوه کرنیز کانال د جوړولو چارې پیل کړې دي.
دغه کانال ۳۶۰۰۰ هکټاره للمي ځمکه خړوبولی شي او په یوه کال کې د دوو فصلونو لپاره د کرنیز محصولاتو د ودې زمینه برابرولی شي.
د خواهان ولسوالي قومي مشر رحمتالله سلاموطندار ته وايي چې د یادې ولسوالي دښتو ته د اوبو برابرولو سره په یوه کال کې دوه فصله د غنمو، وریجو او نورو مېوو حاصلات ترلاسه شي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نوموړي په وینا، دغه کانال لس کیلومټره اوږدوالی لري او پنځه کیلومټره به یې، د ۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت یو قراردادي شرکت جوړ کړي او پاتې پنځه کیلومټره به یې، د سیمې د اوسېدونکو له لور ورغول شي.
د خواهان ولسوالي اوسېدونکي له سرپرست حکومت او ملي او نړیوالو موسسو غواړي چې د مالي سرچینو برابرولو برخه کې همکاري ولري، څو وکولای شي، د هېواد یوه برخه اباده کړي.
بدخشان کې له دې وړاندې هم د سیمې اوسېدونکو له لوري د دوی په شخصي لګښت روغتیايي مرکزونه، لارې او سړکونه رغول شوي دي.