د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خپل سیال ولادېمیر پوتین سره تر ټیلیفوني اړیکې وروسته ویلي چې دی له پوتین سره له ټیلیفوني خبرو ناخوښ دی او په وینا یې، «پوتین غواړي وژنو ته دوام ورکړي.»
ټرمپ چې په الوتکه کې له خبریالانو سره خبرې کولې وویل چې پوتین پر روسیې د امریکا له لوري لګېدونکو بندیزونو په اړه اندېښنه لري. هغه ټينګار وکړ چې پر روسیې به ډېر ژر بندیزونه ولګوي.
ټرمپ په اېر فورس ون الوتکه کې خبریالانو ته وویل: «دا یو ډېر ستونزمن حالت دی. لکه څنګه چې ما وویل، زه د ولسمشر پوتین سره د خپلې ټیلیفوني اړیکې په اړه ډېر ناخوښ یم او هغه غواړي چې وژنو ته دوام ورکړي او دا په هېڅ ډول ښه نهدی.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په ورته مهال د امریکا ولسمشر ویلي چې تېره ورځ «جمعه، جولای څلورمه» یې، د اوکراین ولسمشر ولودېمیر زېلېنسکي سره خبرې کړي او دغه هېواد ته د «پاټریوټ» هوايي دفاعي سېسټم د احتمالي لېږد یې، ارزولی دی.
کرملین تېره ورځ اعلان وکړ چې پوتین د ایران او منځني ختیځ د مسایلو سربېره، د نورو موضوعاتو په تړاو، له ډونالډ ټرمپ سره شاوخوا یو ساعت ټیلیفوني خبرې کړې دي.