Asset 1SWN

د لوګر مرستیال والي: د عاشورا مراسمو لمانځلو لپاره امنیتي تدابیر نیول شوي

482015614_572843912462804_6012177962292669073_n

د لوګر چارواکي وایي چې د دغه ولایت مرستیال والي مولوي محمدانور دین پرور او یوشمېر امنیتي مسوولانو د اهل تشیع قوم له مشرانو سره په لیدنه کې هغوي ته ډاډ ورکړی چې د عاشورا مراسمو لمانځلو لپاره یې ځانګړي تدابیر نیولي دي.

د دغه ولایت مرستیال والي مولوي محمدانور دین پرور جوړې شوې غونډې ته وویل، افغانانو ټول قومونه په خپلو کې هېڅ ډول ستونزې نه‌لري او غوښتنه یې وکړه چې ټول قومونه باید په خپلو کې سره یو موټی او له اسلامي امارت څخه ملاتړ وکړي.

هغه همدارنګه وویل، لوګر کې د محرم الحرم لسمې نېټې عاشورا مراسمو لپاره ځانګړي امنتي تدابیر نیول شوې دي خو غوښتنه یې وکړه چې اهل تشیع مشرانو ته پکار دي چې د محرم په لسمه نېټه په خپلو سیمو او مراسمو کې مشکوکو او ناپېژانده کسانو ته ځای ورنه کړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


بل‌خوا د لوګر امنیه قومنداني مرستیال مولوي محمدهاشم اخندازده وویل، ټول کې د لسم د محرم لپاره اوله درجه امنتي تدابیر نیول شوي او هېڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې عاشورا مراسمو پرمهال خنډ یا هم امنیتي پېښه رامنځته کړي.

د دغه ولایت د اهل تشیع قوم مشرانو هم له ولایتي ادارې مسؤولینو وغوښتل چې د عاشورا مراسمو لمانځلو لپاره دې جدي امنتي تدابیر ونیسي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام