اسراییلي ځواکونو د غزې پر بېلا بېلو سیمو بریدونو ته دوام ورکړی چې سلګونه فلسطینیانو ته یې مرګژوبله اړولې ده.
الجزیرې خبري شبکې نن (پنجشنبه، سرطان ۵مه) راپور ورکړی چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسراییل بریدونو پرمهال ۸۰ فلسطینیان وژل شوي او شاوخوا ۴۰۰ نور ټپیان دي.
راپور کې ویل شوي چې ۳ فلسطینیان د لویدیځې غاړې اړوند د رامالله شمال ته د کفر ملک پر کلي د اسراییلي اوسېدونکو په برید کې وژل شوي او ځینې نور ټپیان دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دغو اسراییلي وګړو چې لویدیځه غاړه کې په اشغال شویو ښارګوټو کې اوسیږي، د فلسطینیانو کورونه او موټر یې سوځولي دي.
راپور کې ویل شوي چې ښايي د مرګژوبلې شمېر نور هم لوړ شي.
د غزې د روغتیا وزارت په وینا، د ۲۰۲۳ کال اکټوبر کې د اسراییل او حماس ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې شاوخوا ۵۶زره او ۱۵۶ فلسطینیان وژل شوي او ۱۳۲ زره او ۲۳۹ نور ټپیان شوي.
ویل کیږي چې دغه جګړه کې د اسراییل له لوري شاوخوا یو زر او ۱۳۹ کسان هم وژل شوي او تر ۲۰۰ ډېر نور غزه کې له حماس سره بندیان دي.



