Asset 1SWN

سلام وطندار

ټرمپ: د ایران او اسراییل ترمنځ اوربند وشو

ډونالډ ټرمپ امریکا ولسمشر

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د اسراییل او ایران ترمنځ “بشپړ” اوربند شوی دی.

ان بي سي شبکې نن (سه‌شنبه، سرطان ٣) راپور ورکړی چې ټرمپ د قطر له امیر څخه مننه کړې چې “په سیمه کې یې د سولې لپاره هڅې کړي دي.”

د راپور پر اساس، ټرمپ تمه ښوولې چې اوربند “د تل لپاره” دوام وکړي.

رویټرز د یوې سرچینې په خبره راپور ورکړی چې قطر کې د امریکا په هوايي اډه د ایران له هوايي بریدونو وروسته، د قطر لومړي وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني د ټیلیفوني خبرو له لارې د امریکا د اوربند وړاندیز ته د تهران هوکړه ترلاسه کړه.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


دغې سرچینې چې د نوم له ښودلو یې ډډه کړې ویلي، دا ټیلیفوني اړیکه وروسته له هغه وشوه چې ډونالډ ټرمپ د قطر امیر ته خبر ورکړ چې اسراییل له اوربند سره هوکړه کړې او له هغه څخه یې د تهران د راضي کولو لپاره د مرستې غوښتنه کړې.

دا داسې مهال دی چې ایران د دغه هېواد پر اټومي تاسیساتو د امریکا د برید په غبرګون کې، تېره شپه قطر کې د امریکا په العدید هوایي اډې د توغندیو برید وکړ.

ټرمپ د ایران دغه ځوابي برید “ډیر کمزوری” وباله او وې ویل، له ١٤ توغندیو ١٣ یې شنډ کړل.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام