د کندهار ښاروالۍ یوه خبرپاڼه کې ویلي، ښار کې د تېلو دغه ۷ پمپونه یې د بېکیفیته او په لوړه بیه د تېلو پلور له امله په موقعت ډول تړلي.
خبرپاڼه کې راغلي چې له دې وروسته هېڅ د تېلو پمپ ته اجازه نهورکول کېږي چې عادي تېل د “سوپر ۹۲” په نوم وپلوري، پرته له دې چې له نفت او ګازو دولتي شرکت رسمي اجازهلیک ولري.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
همدارنګه ویل شوي، هغه د تېلو پمپونه چې له اجازې پرته سوپر تېل وپلوري، د درې میاشتو لپاره به تړل کېږي.
د کندهار ښاروالي خبرپاڼه کې د تېلو لپاره موقتي نرخونه هم ټاکل شوي چې له مخې به یې پترول لیټر په ۶۵ او ډیزل لیټر په ۶۶ افغانۍ پلورل کیږي.