Asset 1SWN

سوریه کې د اسراییلو عملیات؛ د حماس غړي نیول شوي

GettyImages-2188610329-1320x880

د سوریې په سوېل‌‌لوېدیځ کې له حماس سره د غړیتوب په تړاو د اسراییلي ځواکونو د عملیاتو پرمهال یوشمېر کسان نیول شوي دي.

اسراییلي ځواکونه وايي چې دغه کسان د فلسطین جهادي ډلې «حماس» غړي دي، خو د سوریې کورنیو چارو وزارت ټينګار کوي چې نیول شوي، ملکیان دي.

دغه عملیات د سوریې پلازمېنې دمشق سوېل‌ختیځ لوري ته په ۵۰ کیلومټرۍ کې بیت‌جین ښارګوټي کې شوي دي.

د اسراییلو پوځ زیاته کړې چې بیت‌جین ښارګوټي کې د شپنیو عملیاتو پرمهال نیول شویو کسانو په سوریه کې د اسراییلي سرتېرو او ملکیانو پر وړاندې مرګوني پلانونه جوړول.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


تراوسه د حماس ډلې په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

د سوریې د کورنیو چارو وزارت چارواکو رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د اسراییلو په عملیاتو کې اووه کسان نیول شوي، خو په وینا یې، نیول شوي، د حماس غړي نه‌دي.

په دې عملیاتو کې یو کس وژل شوی هم دی.

اسراییلو په سوریه کې د بشارالاسد په مشري د حکومت له نسکورېدو راهیسې څو ځلې بریدونه کړي او تر ډېره یې، هغه وسلې او پوځي تجهیزات په نښه کړي چې د دوی په وینا، د وسله‌والو لاس ته لوېدل.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام