د پکتيکا ولايت مقام یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په وړممۍ ولسوالي کې په لومړي ځل يوه خصوصي مخابراتي شرکت يو انتن نصب او مخابراتي خدمتونه پيل شول.
خبرپاڼه کې راغلي چې وړممۍ ولسوالي کې مخابراتي خدمات څو ورځې وړاندې پکتیکا ته د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست نجيب الله حقاني له سفر او د ولس د ستونزو له اورېدو وروسته پیلېږي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د مخابراتو وزارت سرپرست هغه مهال ژمنه کړې وه چې د پکتيکا لرې پرتو ولسواليو اوسيدونکو ته به مخابراتي اسانتياوې برابروي.
د يادونې ده چې د پکتيکا نعمت اباد، چهاربران او ګومل هغه ولسوالۍ دي چې لا يې هم خلک له مخابراتي خدمتونو بې برخې دي.
خو د مسوولانو په وينا روان کال کې به يادو سيمو ته هم مخابراتي اسانتياوې برابرې شي.