Asset 1SWN

غزني کې د پلاستیک د تولید یوې فابریکې فعالیت پیل کړ

غزني تولیدي فابریکه پلاستیک (1)

غزني کې د ۳۵۰ زره امريکايي ډالرو په پانګونې سره یوې تولیدي فابریکې فعالیت پیل کړ.

دغه فابریکه کې چې تېره ورځ (یکشنبه، جوزا څلورمه) يې فعاليت پیل کړی، لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې.

د صابر غني‌زاده په نوم د دغې تولیدي فابریکې مسوول سمیع‌‌الله غني‌زاده سلام‌‌وطندار ته وویل، ٢٤ ساعتونو کې د ٣ ټنه پلاستيکي کڅوړو او ښیښه‌ای پلاستیک د تولید ظرفیت لري.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


ورته وخت کې د دغې تولیدي فابریکې یوشمېر کارکونکي خوشاله دي چې د کار زمینه ورته برابره شوې او له نورو سوداګرو او پانګوالو هم هېواد دننه کې د ورته پانګونې غوښتنه کوي.

د یادونې ده چې دې وروستي یوه کال کې غزني ولایت کې پانګونې ته د سوداګرو د لېوالتیا کچه لوړه شوې او بېلابېلو برخو کې څو تولیدي شرکتونو فعالیت پیل کړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام