د اسراییلو لومړي وزیر د فرانسې، کاناډا او برېټانیا مشران غزه کې له حماس ډلې پر ملاتړ تورن کړي دي.
بنیامین نتنیاهو په یوې ټلوېزیوني وینا کې همداراز د یادو هېوادونو مشرانو ته په اشارې سره وویل چې دغه هېوادونه د تاریخ او عدالت ناسم لوري ته ولاړ دي.
د فرانسې، کاناډا او برېټانیا مشرانو تېره اوونۍ غزه کې د اسراییلو بریدونه غندلي او خبرداری ورکړی، که نتنیاهو خپل لوری بدل نهکړي، پر اسراییلو به بندیزونه ولګوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي وویل: «د یادو هېوادونو مشران ښايي دا فکر وکړي چې دوی سوله مخته وړي، خو په حقیقت کې دا حماس نور هم زړور کوي، څو د تل لپاره جګړې ته دوام ورکړي او دویم فلسطینی حکومت رامنځته کړي او د یهودیانو د لهمنځه وړو لپاره به هڅې کوي.»
نتنیاهو په امریکا کې د اسراییل د سفارت پر کارکوونکو برید هم غندلی دی. په دې برید کې د اسراییلو د سفارت دوه کارکوونکي ووژل شول.