Asset 1SWN

لوګر کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شوی

20250508_105733

د لوګر په مرکز پل‌علم ښار کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شوی دی. په جوړ شوي نندارتون کې زرګونه ټوکه دیني، سیاسي، ادبي، ټولنیز او معلوماتي کتابونه نندارې ته وړاندې شول.

د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست رییس رفېع‌الله صمیم جوړ شوي نندارتون ته وویل، د کتابونو دغه نندارتون جوړېدو څخه یې موخه ځوانان کتاب او مطالعې ته رابلل دي.

صمیم زیاته کړه، د پخوا په پرتله په دغه ولایت کې د ځوانانو لېوالتیا له کتاب او مطالعې سره زیاته شوې او هڅه پیل شوې چې ورته نندارتونونه په مرکز پل‌علم او یوشمېر نورو ولسوالیو کې هم جوړ کړي.

اطلاعاتو او فرهنګ ریاست رییس همداراز وویل، په تېر یوه کال کې یې ځوانان مطالعې ته د رابللو په موخه لس علمي سیالۍ هم جوړې کړي او هڅه کوي چې دغه سیالیو ته پراختیا ورکړي.

د جوړ شوي نندارتون یوه ګډونوال احمدخان سلام‌وطندار ته وويل، د دې ډول نندارتونونو د جوړېدو له لارې به ځوانان د کتاب او مطالعې په ارزښت وپوهېږي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


نوموړي د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست څخه وغوښتل چې د مطالعې دود راژوندي کولو په موخه ورته پروګرامونه د ولسوالیو او کلیو په کچه هم جوړ کړي.

د نندارتون يوه بل ګډونوال احمدشاه سلام‌وطندار ته وويل، اړتيا ده چې د ولايت په کچه له محلي رسنيو، غونډو او لنډو غږیږو پيغامونو له لارې ځوانانو ته د مطالعې ګټو په اړه پوهاوی وشي.

د هغه په وینا، په اوسني وخت کې ډیری ځوانان د خواله رسنیو د زیاتې کارونې له امله له مطالعې مخ ګرځولی ده.
باید وویل شي چې له دې وړاندې هم د لوګر ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د کتابونو او لرغونو اثارو یو ورځینی نندارتون جوړی شوی وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام