له پاکستان او ایرانه د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ په دوام، د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف پر اېکسپاڼه لیکلي چې ټاکل شوې د راون میلادي کال تر پایه ۶۰۰ زره نور افغان کډوال له ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته ستانه شي.
د دغه بنسټ په وینا، د روان میلادي کال تر پایه به د بیرته راستنېدونکو کچه ۱.۶ میلیون کسانو ته ورسیږي، داسې حال کې چې راستانه شوي د خوراکي موادو، سرپناه او کار په څېر امکاناتو ته لاسرسی نهلري.
خو د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت مسوولان وايي، دغه وزارت وزارت د بیرته راستنېدونکو او خپلو اصلي مېنو ته د هغوی لېږد لپاره اړین امکانات برابر کړي دي.
د دغه وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وویل، د تېرې میلادي میاشتې له پیل راهیسې څه باندې ۱۴۰ زره افغانان له پاکستان، ایران او ترکیې راګرځېدلي دي.
«د اپرېل له لومړۍ نېټې تر پایه، ۱۴۴ زره و ۷۸۳ افغانان هېواد ته راګرځېدلي چې څه باندې ۱۱۰ زره له پاکستان، څه باندې ۳۴ زره له ایران او ۱۳ زره نورو هېوادونو راګرځېدلي. همدا ډول د پاکستان له زندانونو ۳۸۵ کسان ازاد شوي. دغو راستنېدونکو سرحدي سیمو کې مرستې ترلاسه کړي او مشخصو موټرو کې خپلو اصلي مېنو ته لېږدول شوي دي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ښاغلي حقاني په وینا، د بیرته راستنېدونکو په ډله کې څه باندې ۳ زره زندانیان چې د ایران او پاکستان له زندانونو ازاد شوي، هم شاملیږي.
ورته وخت کې یوشمېر بیرته راستانه شوي دلته هېواد کې ژوند سختو شرایطو او ستونزو څخه شکایت کوي.
له پاکستانه تازه راستون شوی افغان سکندرخان او له ایرانه راستون شوی سلیمان سلاموطندار سره خبرو کې له سرپرست حکومته غواړي چې د دوی وضعیت ته پام وکړي.
سره له دې چې د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت مسوولان وايي، د بیرته راستنېدونکو ټولو ستونزو ته رسېدنه کوي، خو زیاتوي چې دغه کار وخت ته اړتیا لري.
دغه وزارت زیاتوي چې تراوسه پورې د هېواد په سطحه د بیرته راستنېدونکو لپاره ۶۰ ښارګوټي په پام کې نیول شوي دي.