Asset 1SWN

جګړه، بېوزلي او اقلیمي بدلونونه؛ د کاپیسا اوسېدونکو د ځنګلونو وهلو ته مخه کړې

کاپیسا ځنګلونه

دې وروستیو دریو کلونو کې جګړې، د نفوس ډېروالی، د طبیعي سرچینو د خوندیتوب لپاره د پروګرامونو نه‌شتون او اقتصادي ستونزې لامل شوي چې د هېوادو مختلفو ولایتونو په ځانګړې توګه د کاپیسا نجراب ولسوالي کې ځنګلونه د له‌منځه تلو ګواښ سره مخ شي.

د نجراب ولسوالي اوسېدونکي چې د سوند توکو او د ژوند لګښتونو پوره کولو لپاره د ځنګلونو پرې کولو ته مجبوره شوي چاپېریال او د دغې سیمې د شینوالي راتلونکې په اړه اندېښمن دي.

د نجراب ولسوالي د «افغانیه‌درې» سیمې اوسېدونکي محمد صابر نجرابي سلام‌وطندار سره خبرو کې وویل:

«د جلغوزې، توت‌، غوزانو، سنځلو، چنار او نورې ونې شته چې خلک یې له لرګیو د سوځولو او وسایلو جوړولو لپاره کار اخلي. که مخه یې ونه نیول شي، ځنګلونه به له منځه لاړ شي او چاپېریال ته به مو زیان ورسیږي. کوم ژمی چې تېر شو، د لرګیو قیمت ډېر لوړ شو، له کابله موټرونه راغلل او د کاپیسا او نجراب ځانګلونه یې واخیستل چې په دې سره د ونو پرې کول ډېر شو.»

د پروان پوهنتون د کرنې پوهنځي رییس حکیم‌الله امیني وايي، د ځنګلونو قطع کول سره له دې چې چاپېریال ته زیان رسوي، اکوسیستم ګواښوي او د حیوانانو او الوتونکو ژوند ته هم ګواښ رامنځ ته کوي.

هغه یو لړ حل‌لارې وړاندې کوي او وايي:

«دولت مکلف دی چې د ورکشاپونو او سیمینارونو په جوړولو سره خلک د ځنګلونو په ارزښت پوه کړي. ځنګلونه سره له دې چې د هوا کیفیت ښه ساتي، له اقتصادي اړخه هم لوړ ارزښت لري. د دې پر ځای چې ځنګلونه ووهل شي، باید د طبي نباتاتو په کښت او د داسې ونو اېښودولو پانګونه وشي چې د سیمې اقلیمي شرایطو سره مطابقت ولري.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د کاپیسا د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي، روان کال د ځنګلونو احیا کولو او د کرنیزې پراختیا لپاره یو لړ پروګرامونه ترلاس لاندې لري.

د کرنې رییس محمد رحیم نعماني وویل:

«مونږ په کاپیسا کې شاوخوا ۱۵ زره هکتاره طبیعي ځنګلونه لرو، د خوندیتوب او احیا کولو لپاره یې د یوې موسسې له لوري شاوخوا ۴۰ زره نیالګي او د کرنې ریاست له لوري تر ۵ زره ډېر نیالګي کېنول شوي. ترڅنګ یې د پوهاوي ورکولو پروګرامونه ترسره کیږي او ساتونکي ګمارل کیږي چې حقوق یې د خلکو له لوري ورکول کیږي، ترڅو د ځنګلونو د پرې کولو مخه ونیسي.»

د دې ټولو ترڅنګ، د کاپیسا د چاپېریال ساتنې ریاست هم د ځنګلونو د خوندیتوب او احیا کولو لپاره د پروګرامونو جوړولو خبر ورکوي.

د کاپیسا د چاپېریال ساتنې ریاست د عامه پوهاوي او عمومي اړیکو مدیر فیض‌اقا مصلح وویل:

«خلکو د فقر او تنګلاسۍ په دلیل د ځنګلونو قطع کولو ته مخه کړې، خو د دغه بهیر د مخنیوي لپاره د سوند بدیل پروژې تر ارزولو لاندې دي. د خلکو ۴۰ سلنه اقتصادي ستونزې د ځنګلونو د وهلو له لارې رفع کیږي. خو سږ کال غرنیزو سیمو کې تر ۴۰ زره ډېر د جغلوزې او پستې نیالګي کېنول شوي دي. ترڅنګ یې د کرنې ریاست به ۳۲۰ زره نور نیالګي هم ووېشي.»

د چاپېریال ساتنې برخې کارپوهان ټینګار کوي چې د ځنګلونو خوندي ساتل، د ونو کېنول، د طبي بوټو روزل، د کرنیزو ځمکو پراختیا او له طبیعي سرچینو څخه ساتنه د اوبو تامین او اکوسیستم خوندیتوب لپاره مهم دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام