Asset 1SWN

مولوي عبدالکبیر: د کډوالو پر وړاندې تاوتریخوالی د منلو نه‌دی

GpERi2CWEAAzX6g

کابل کې تېره ورځ دوشنبه د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت او یوناما په مشرۍ د اسلامي امارت اړوند ادارو او نړیوالو بنسټونو ترمنځ د کډوالو او کورنیو بې ځایه شویو ستونزو په تړوا تخنیکي غونډه ترسره شوه.

مولوی عبدالکبیر دغه غونډه کې له پاکستانه د افغان کډوالو پر جبري اېستلو نیوکه کړې او د کډوالو پر وړاندې تاوتریخوالی يې د نه منلو وړ او د دواړو ملتونو ترمنځ د کرکې لامل بللی.

د کډوالو چارو وزارت سرپرست د کډوالو او بې ځايه شويو د ستونزو حل په برخه کې د نړیوالو بنسټونو د مرستو موثریت ته په اشارې بیرته راستنېدونکو سره د لا ډېرو مرستو غوښتنه وکړه.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


ورته وخت کې افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سياسي استازولۍ یا یوناما مرستیال انډریکا راټواټه له افغانانو سره د مرستو د دوام ډاډ ورکړ.

هغه وویل، ملګرو ملتونو او نورو بنسټونو افغانستان کې بشري مرستو لپاره ١٨٣ میلیون ډالره لګولي دي.

هغه زیاته کړه، د ٢٠٢٣ کال له وروستیو راهیسې له پاکستانه شاوخوا ٨٠٠ زره افغانان هېواد ته راستانه شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام